د عربستان الوتکو په یمن بریدونو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i101868-د_عربستان_الوتکو_په_یمن_بریدونو_ته_دوام_ورکړی
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو بیګا څو ځله د یمن په مارب او صعده ولایتونو کښې په هستوګنو سیمو بریدونه وکړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2021 00:51 Asia/Kabul
  • د عربستان الوتکو په یمن بریدونو ته دوام ورکړی

زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو بیګا څو ځله د یمن په مارب او صعده ولایتونو کښې په هستوګنو سیمو بریدونه وکړل .

د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو څه د پاسه لس (۱۰) ځله په مارب او صعده ولایتونو کښې په یوشمیر سیمو بمبارې کړي دي .

د دغو حملو د مرګ ژوبلو او د رسیدلیو تاوانونو په هکله تراوسه کوم راپور نه دی خپور شوی .

د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په تیرو څو میاشتو  کښې د یمن په بیلابیلو سیمو کښې په هستوګنو سیمو بمبارې کړي دي .

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو ، انګلستان ، اسرائیلو او د اردن وغیره په شان د هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال څخه د یمن پرضد بمباریو، حملو او د ځمکې ، سمندر او هوا له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

د سعودي عربستان رژیم او د هغه متحدان تراوسه د یمن د خلکو د مقاومت په دلیل نه دي توانیدلي چې واک ته د خپلو لاسپوڅي په رسولو کښې خپل هدف ته ورسیږي .