د یمن روا والي له مقاومت څخه سرچینه اخیستي ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102158-د_یمن_روا_والي_له_مقاومت_څخه_سرچینه_اخیستي_ده
المیادین ټیلي ویژن راپور ورکړ د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر محمد علي الحوثي وویل یمن په خپل قدرت او مقاومت سره بریالی شو او خپل روا والی او خپلواکۍ یې ترلاسه کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2021 08:42 Asia/Kabul
  • د یمن روا والي له مقاومت څخه سرچینه اخیستي ده

المیادین ټیلي ویژن راپور ورکړ د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر محمد علي الحوثي وویل یمن په خپل قدرت او مقاومت سره بریالی شو او خپل روا والی او خپلواکۍ یې ترلاسه کړه .

هغه د یمن په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي  تیم لنډر کینګ وینا ته په غبرګون کښې چې ویلي یې دي واشنګټن د انصار الله غورځنګ روا والی منلی دی وویل د یمن روا والی د هغه له قدرت او مقاومت څخه سرچینه اخیستي ده .

محمد علي الحوثي وویل امریکا باید د یمن پرضد د کلابندۍ ، تیریو او د هیواد  د ملت په وږي ساتلو سره له کلنګ اخیستلو لاس واخلي .

هغه په دې خبرې سره چې نړیواله ټولنه باید له زور څخه لیرې په عادلانه ډول له یمن سره چلند وکړي د خپل هیواد پرضد  یې د کلابندۍ او د تیریو د بندیدا غوښتنه وکړه او د یمن په سیاسي ، ټولنیزو او اقتصادي چارو کښې یې د لاسوهنې غوښتنه وکړه .

د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي عبدالوهاب المحبشي هم په دې هکله وویل د انصار الله غورځنګ په مشروعیت باندې د یمن په چارو  کښې د امریکا د ځانګړي استازي اعتراف په دې معنا دی چې امریکا د یمن پرضد د جنګ شاته ولاړه ده .

د یمن په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي ټیم لنډر کینګ پرون وویل امریکا د یمن انصار الله غورځنګ د یوه (۱) قانوني لوري او د داسې ډلې په توګه چې بریاوې یې ترلاسه کړي دي په رسمیت پیژندي .