په عراق کښې د امريکې په دريو فوځي قافلو حملې اوشوې
Jul 29, 2021 16:33 Asia/Kabul
رسانه اي سرچينو په عراق کښې د امريکې د فوځ پ دريو قافلو باندې د حملو خبر ورکړ.
د صابرين نيوز د رپوټ له مخې نن د عراق د ذي قار صوبې د الناصريه ښار په جنوب کښې د امريکې د يو فوځي کاروان په لاره کښې د اېښودل شويو بمونو هدف وګرځېد.
دوه نور امريکائي فوځي قافلې د عراق په ديوانيه صوبه کښې د حملو هدف وګرځېدې.
همدارنګ نن سحر عراقي سرچينو د بغداد به شنه سيمه کښې د امريکې په سفارت د دوو توغنديو د لګېدو خبر ورکړ.
تر اوسه د دغو حملو د جزئياتوا او حتمالي سر او مال تاوانونو څه رپوټ نه دے خپور شوے او نه په دې حقله څه معلومات خپارۀ شوي دي چې دغه حملې د کومو ډلو لخوا شوې دي.
د روان کال له شروع راهسې په عراق کښې په امريکائي اهدافو له پنځوسو زياتې حملې شوې دي.
ټیګونه