د امریکا پوځیان باید زر له عراقه ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i103862-د_امریکا_پوځیان_باید_زر_له_عراقه_ووځي
فارس خبري اژانس وايي د عراق د ملي حکمت ډلې مشر سید عمار حکیم په بغداد کښې د امریکا له سفیر سره په کتنې کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سټراټيژیکو خبرو اترو د نتیجو په شفافې اجرا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 05, 2021 05:07 Asia/Kabul
  • د امریکا پوځیان باید زر له عراقه ووځي

فارس خبري اژانس وايي د عراق د ملي حکمت ډلې مشر سید عمار حکیم په بغداد کښې د امریکا له سفیر سره په کتنې کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سټراټيژیکو خبرو اترو د نتیجو په شفافې اجرا ټینګار وکړ .

عمار حکیم پرون په ټویټر پاڼې باندې پیغام  کښې په بغداد کښې د امریکا له سفیر« مټیوټولر» سره د کتنې خبر ورکړ او ویې ویل په دغه کتنې کښې په شفاف ډول د امریکا او د عراق ترمینځ په وروستیو خبرو کښې د ترلاسه شوي موافقې د  مادو د اجرا په اهمیت ټینګار وشو چې یوه (۱) ماده یې هم د روان میلادي کال تر پاې پورې له عراق څخه د  امریکا د پوځیانو وتل دي .

په بغداد کښې د امریکا له سفیر سره د عراق د ملي حکمت ډلې د مشر عمار حکیم دغه کتنه له دې وروسته وشوه چې  لومړي وزیر مصطفی کاظمي د جولاۍ په شپږویشتمه (۲۶) نیټه د بغداد او د واشنګټن د سټراټيژیکو خبرو اترو په څلورم (۴) پړاو کښې د ګډون لپاره امریکا ته ولاړ او په دغه سفر کښې وویل شو چې د امریکا جنګي عسکر به د روان میلادي کار تر پاې پورې له عراقه ووځي .

له دې سره سره د امریکا سیاسي سرچینې وايي  واشنګټن نیت لري له عراق څخه د خپلو عسکرو د ایستلو پرځاې د هغوې ماموریت پوځي سلاکارۍ  ته بدل کړي داسې موضوع چې د عراق د مقاومت ډلو له سخت غبرګون سره مخ شوي ده او دعراق حزب الله او نجبا غورځنګ په جلا جلا بیانیو کښې ویلي دي د امریکا په هر عسکر به په هر نوم سره برید وکړي او ټول خارجي عسکر باید له عراق څخه ووځي .