د مقاومت ملاتړي دې دنفسیاتي او رسندوئی جنګ ته ځير ووسي
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي ټينګار وکړ ،دمونږ هیواد په ډيرې حساسې مرحلې او د یوه اوږدۀ او سخت جنګ بوخت دی ، دمقاومت ملاتړي باید ځير ووسي او هر یو دې سطحي مسئولیت په غاړه واخلي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا.... ددې خبرې په کولو سره چې په لبنان ې د بحران د رامینځةکولولپاره یو شمیر کسان بازار ګرم کول غواړي ، د مقاومت له ملاتړو وغوښتل ، درسندوئي او نفسیاتي جنګ دې بې اهمیّته ونه ګڼي . العهد خبری سایټ راپور ورکړی ، حسن نصر ا... د محرم د دریمې شپې په مناسبت پخپلې ویناکې دمقاومت ملاتړ ته په خطاب کې د واقعیّت په نقل کولو کې دصداقت په اهمیّت باندې په ټينګار سره ووئیل ، له بل سره د نظر اختلاف په هغه کس د یرغل په معنا نه دی ، هر هغه انسان چې خپل نظر وړاندې کوي ، احترام ئې محفوظ دی او د هغه د سپکاوي اجازت نشي ورکول کیدلی .
سید حسن نصر ا... ددې خبرې په کولوسره چې هر یو دینی روحانیون او درسنۍ اصحاب که دسیاست په باب خبرې وکړي ، هغوي ته دځواب حق موجود دی ، دمقاومت ملاتړي د نفسیاتي جنګ په وړاندې پياوړتیا ته وبلل او د نظر په اختلاف پسې دې نورو کسانو سپکاوي نه کوي ،
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي ټينګار وکړ ،دمونږ هیواد په ډيرې حساسې مرحلې او د یوه اوږدۀ او سخت جنګ بوخت دی ، دمقاومت ملاتړي باید ځير ووسي او هر یو دې سطحي مسئولیت په غاړه واخلي .