د عراق په شمال کې  اوه داعشي سرغنې نیول شوي 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i104336-د_عراق_په_شمال_کې_اوه_داعشي_سرغنې_نیول_شوي
 په عراق کې د داعشي جنایتکارو له ناکامۍ سره سره ، تر دې دمه داعشي ترهه ګر ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې تیت پرک شتون لري او  وخت په وخت  ترهه ګراقدامات کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2021 03:03 Asia/Kabul
  • د عراق په شمال کې  اوه داعشي سرغنې نیول شوي 

 په عراق کې د داعشي جنایتکارو له ناکامۍ سره سره ، تر دې دمه داعشي ترهه ګر ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې تیت پرک شتون لري او  وخت په وخت  ترهه ګراقدامات کوي .

 زمونږخبریال راپور راکړ ، دعراق کورنیو چارووزارت دیوې اعلامیې په خپرولوس ره  وئيلي دي ،د عراق په شمال نینوا ولایت کې  دعراق امنیتي ځواک په یولړ  پاکونکو عملیاتو کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  اوه مهم کمانډران او مسئولان  نیولي دي .

 په عراق کې د داعشي جنایتکارو له ناکامۍ سره سره ، تر دې دمه داعشي ترهه ګر ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې تیت پرک شتون لري او  وخت په وخت  ترهه ګراقدامات کوي .

 داپه داسې حال کې دي چې   د   عراق  پوځ او الحشد الشعبي  ولسی مبارز ځواک  ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې په ګډو عملیاتو  سره د داعشي ترهه ګرو  ملا ماته کړې ده  او داسې   کوم ځاي نشته چې د دوي  نیټ ورک پکې کوم فعال شتون ولري .  البته  دهیواد په مختلفو سیمو کې تیت پرک شتون لري چې   وخت په وخت پر عمومي ځایونو او  خلکو باندې حملې کوي .