د عراق په شمال کې اوه داعشي سرغنې نیول شوي
په عراق کې د داعشي جنایتکارو له ناکامۍ سره سره ، تر دې دمه داعشي ترهه ګر ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې تیت پرک شتون لري او وخت په وخت ترهه ګراقدامات کوي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دعراق کورنیو چارووزارت دیوې اعلامیې په خپرولوس ره وئيلي دي ،د عراق په شمال نینوا ولایت کې دعراق امنیتي ځواک په یولړ پاکونکو عملیاتو کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې اوه مهم کمانډران او مسئولان نیولي دي .
په عراق کې د داعشي جنایتکارو له ناکامۍ سره سره ، تر دې دمه داعشي ترهه ګر ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې تیت پرک شتون لري او وخت په وخت ترهه ګراقدامات کوي .
داپه داسې حال کې دي چې د عراق پوځ او الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې په ګډو عملیاتو سره د داعشي ترهه ګرو ملا ماته کړې ده او داسې کوم ځاي نشته چې د دوي نیټ ورک پکې کوم فعال شتون ولري . البته دهیواد په مختلفو سیمو کې تیت پرک شتون لري چې وخت په وخت پر عمومي ځایونو او خلکو باندې حملې کوي .