د یمن د انصارالله مشر:
امریکا په افغانستان کې له شرموونکی ماتي سره مخ شوه
د یمن د انصارالله د غورځنګ مشر وویل: امریکا له خپلو مزدورانو په مټ په نورو هیوادونو کې جګړه کوي حال دا چي اوس په افغانستان کې د امریکې ماته ټولو ښکاره شوې ده.
د یمن د انصارالله د غورځنګ مشر سید عبدالملک بدر الدین الحوثي د عاشورې په مناسبت په خپلو وېناو کې د دې په بیانولو سره چي ماتم او د عاشورې مراسم له حق څخه د دفاع په معنا ده وویل: امام حسین ع د تاریخ په داسي یو پړاو کې پاڅون وکړ چي د اسلامي امت راتلونکی له خطرې سره مخامخ شوې وه.
الحوثي زیاته کړه چي د بنی امیې او د امریکې، اسرائل او د اوسني تېری ګرو، د میراث تر مینځ ورته والې شتون لري، موږ د اسلامي امت په توګه باید د خپلي خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره هڅه وکړو.
هغه زیاته کړه: د اسرائیلو په وړاندې د فلسطین مقاومت، د امریکایي-سعودي تیری ګرو په وړاندې د یمن د ولس مقاومت او د لبنان سوریې، عراق او د بحرین مظلوم ولسونه پرحق دي.
د یمن د انصارالله مشر په پای کې سعودي، امارات او ورسره لويدځ هیوادونو ته سپارښتنه وکړه چي د یمن په ولس باندې خپلو تېریو ته د پای ټکی کښیږدوي ځکه چي تل بریالیتوب له حق سره دی.