په عراق کې د امریکائي پوځيانو پردوو لاجیسټکي کاروانونو حملې شوي
د عراق خبرو سرچینو دوه ورځې مخکې هم دعراق په ځينو سیمو کې د امریکائي ترهه ګرو عسکرو پر څو کاروانونو د عراق د مبارزو ډلو دحملو خبر ورکړی ؤ .
صابرین نیوز خبري سایټ راپور ورکړی ، دعراق رسندویو د عراق په جنوب کې په ذی قار او المثنی ولایتونو کې نن د امریکاترهه ګر پوځ پر دوو لوجیسټکي کاوانونو حملې وشوې . ددغه راپور په اساس لومړی په الناصریه ښار کې پر کاروان حمله وشوه او بیا په السماوه ښار کې هم پر دوهم لوجیسټکي کاروان بله حمله وشوه چې وئيل کیږی ، یو لړ تاوانونه ئې اړولي دي . په راپور کې وئيل شوي دي د لومړۍ حملې مسئولیّت د قاصم الجبارین نومې ډلې په غاړه اخستی دی .
د عراق خبرو سرچینو دوه ورځې مخکې هم دعراق په ځينو سیمو کې د امریکائي ترهه ګرو عسکرو پر څو کاروانونو د عراق د مبارزو ډلو دحملو خبر ورکړی ؤ .
د عراق ډیری خلک او سیاستوالان او ډلې ټپلې له عراقه دامریکائي ترهه ګرو پوځیانو د سملاسي وتلو غوښتونکي دي او د دغه هیواد پارلیمان هم د امریکائي عسکرو د ویستلو په اړه یوه مسوده تصویب کړې ده .