له سورئې د اسلامی ایران د  مرستو ستاینه او قدرونه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i104934-له_سورئې_د_اسلامی_ایران_د_مرستو_ستاینه_او_قدرونه_کوو
د  سیمې  دهیوادونو  او دمسلمانو هیوادونو  مشورې او ملګرتیاوې به په سیمې کې   دتل پاتې امنیت په رامینځةکیدا کې  مهم رول ولوبوي . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2021 00:28 Asia/Kabul
  • له سورئې د اسلامی ایران د  مرستو ستاینه او قدرونه کوو

د  سیمې  دهیوادونو  او دمسلمانو هیوادونو  مشورې او ملګرتیاوې به په سیمې کې   دتل پاتې امنیت په رامینځةکیدا کې  مهم رول ولوبوي . 

فارس خبری آژانس راپور ورکړ و  د ا سلامی ایران  خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د سورئې په سفر تللی ، په دمشق کې د سورئې له ولسمشر بشار اسد سره لیده کاته کړي  او د واړو هیوادونو د دلچسپۍ  وړ موضوعګانو باندې ئې سره خبرې اترې کړي دي .

دایران خارجه وزیر په  دغې کتنې کې  دبشار اسد په بیا ولسمشر ټاکل کیدا   او همداراز   په نړیوالو او میداني ډګرونو کې د  سورئې  د سیاسی او پوځي بریالیتوبونو  په باب هغه ته مبارکي وئيلي  او  هغه ته ئې د ایران دلوړپوړو چارواکو سلامونه  رسولي او دغه راز ئې له عراقه د سیمه ایزې غونډې  دملاتړ په باب د غونډې  راپور هم وړاندې کړ .

 امیر عبداللهیان  همداراز  پر دوو اړخیزو  اړیکو او اقتصادي راشه دیرشه  او ملګرتیاؤ د ګډ کمیشن  د فعالیدا په ضرورت هم ټينګار وکړ.

 د سورئې ولسمشر  هم  په دغې کتنې کې  له سورئې  د اسلامی ایران د ملاتړونو په قدرونې سره   په دوو اړخیزو  حوزو  اوپه سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو کې  د دواړو هیوادونو  د ملګرتیاؤ په باب  خپلې لیدتوګې بیان کړې .

Image Caption

 

همداراز د ایران خارجه وزیر  د سورئې  له خارجه وزیر فیصل مقداد سره هم لیده کاته کړي  او له دغو لیدوکاتو وروسته ئې په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، د  سیمې  دهیوادونو  او دمسلمانو هیوادونو  مشورې او ملګرتیاوې به په سیمې کې   دتل پاتې امنیت په رامینځةکیدا کې  مهم رول ولوبوي .  او باید سیمه ایز هیوادونه  پخپلو کې سره تعامل  تر دې حده ورسوي ، څو  پرَدیو ته د لاسوهنې او  دسیسو  فرصت هم په لاس ورنشي . د ایران خارجه وزیر همداراز ووئيل ، په افغانستان کې هم د بدلونونو په باب   نزدې مشورې  لرو او  باؤري یوو  په افغانستان کې  د سیاسی  حل لارې  په توګه   پراخ بنسټه  حکومت جوړ شي ، څو ددغه هیواد زیاتره  ستونزې او مشکلات په ګډه او پپخپلو کې سره حل کړي .ا میر عبداللهیان  په دې خبرې په ټينګارسره چې صهونیسټان په سیمې کې د ناکراریومهم عاملان دي،ووئيل، صهیونیسټانو  په سیمې او  د فلسطین په تاریخي ټاټبو کې مسلمانان،مسیحیان  او یهودیان  برمته کړي  او  خپلې غوښتنې پرې تپي .