د صهیونیسټانو هرډول نوی تیری به غاښ ماتونکی ځواب وويني
له دې مخکې د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ یوه مشر احمد المدلل هم وئیلي ، دغه غورځنګ به د اسرائیلي رژيم په وسیله دغزې تړانګې دکلابندۍ په وړاندې نندارچي نه وي او دمقاومت ډلې ددغې کلابندۍ ماتولو ته ژمنې دي .
المسیره ټيلیویژنی چینل راپور ورکړی ،و دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر یحی السنوار نن په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ، په غزې کې مقاومتي ځواکونه ، د اسرائیلي رژيم د هر ډول نوي تیري د مقابلې لپاره تیار دي او ددغه رژيم دپوځ د غافلګیر کونې لپاره ډ ير څه شته دي .
السنوار ټينګار کړی ، د حماس غورځنګ د پوځي څانګې عزالدین قسام کنډکونه ،له صهیونیسټي پوځ سره په هرډول راتلونکي جنګ کې د غافلګیر کونې ډير څه موجود دي .
په غزې تړانګې کې دیره دځوانانو یوه میداني قوماندان هم ټينګار کړی دی ، دمونږ غوښتنې روښانه دي ، او باید د غزې تړانګې په هره بڼه کلابندي لیرې شي او ژوند دې د ۲۰۰۵کال څخه مخکې پړاؤ ته وګرځي او لاښه بڼه دې ولري .