ایران د لبنان هراړخیز ملاتړ ته دوام ورکوي
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر بیګا بیروت ته په رسیدا سره هم ټينګار کړی چې ددغوښتنې په بڼه کې تهران له بیروت سره هر ډول مرستو ته تیار دی .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ، د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د چې لبنان په سفر تللی ، نن ئې په بیروت کې ددغه هیواد له ولسمشر میشل عون سره په کتنې کې له لبنانه د هراړخیز ملاتړونو ،په تیره بیا په اوسنیو بحراني اقتصادي شرائطو کې دهرډول ملاتړ لپاره د تهران د چمتووالي خبر ورکړ .
امیر عبداللهیان په دغې کتنې کې دلبنان د نوي حکومت دجوړیدا په مناسبت په مبارکۍ وئیلو سره هغه او دلبنان حکومتي کابینې ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسي ګرم سلام ورساوه .
هغه همداراز د سیمه ایزو اونړیوالو بدلونونو، له عربو او نورو هیوادونو سره دتهران دخبرواترو دفضا او همداراز د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د اسلامی ایران له دریځونو هم میشل عون خبر کړ .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر بیګا بیروت ته په رسیدا سره هم ټينګار کړی ؤ چې ددغوښتنې په بڼه کې تهران له بیروت سره هر ډول مرستو ته تیار دی .
داپه داسې حال کې دي چې دایران خارجه وزیر د لبنان له پارلیمان سره هم لیده کاته کړي او دغه راز ئې له خپل لبناني همڅنګ سره هم خبرې اترې پیل کړي دي .