سورئې ته امریکائي ترهه ګرپوځ نورپوځي تجیهزات منتقل کړي 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i106634-سورئې_ته_امریکائي_ترهه_ګرپوځ_نورپوځي_تجیهزات_منتقل_کړي
 امریکا او متحدان ئې  له ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه  په غیر قانوني توګه او د  سورئې د  حکومت له اجازت پرته   ددغه هیواد په شمالی برخو کې  پوځي شتون ته دوام ورکړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 09, 2021 02:47 Asia/Kabul
  • سورئې ته امریکائي ترهه ګرپوځ نورپوځي تجیهزات منتقل کړي 

 امریکا او متحدان ئې  له ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه  په غیر قانوني توګه او د  سورئې د  حکومت له اجازت پرته   ددغه هیواد په شمالی برخو کې  پوځي شتون ته دوام ورکړی دی .

 ایران پریس خبری آژانس  راپورورکړی ،  د امریکانیواکګر او ترهه ګر پوځ  پرون د سورئې  دحاکمیّت او دنړیولو  قوانینو په خلاف ورزۍ سره یو ځل بیا  د خپلو پوځي  او لوجیسټیکي  تجهیزاتو باندې بار د ۵۶ ګاډو  ستر کاروان  دعراق له شماله   دسورئې ټاټوبی ته داخل کړی دی . 

  په راپور کې وئيل شوي دي ، د امریکائي ترهه ګرو اونیواکګرو پوځیانو دغه کاروان  د سورئې په شمال ختیځ حسکه اودیرالزور ولایتونو  کې دخپلو غیر قانوني   ترهه ګرو پوځي مرکزونو دپیاوړتیا لپاره  دغه هیواد  ته وارد کړی دی . 

 د سورئې  درسمي خبري آژانس سانا دراپور په اساس،دغه کاروان  د الولید له غیر قانوني لارې  سورئې  ته وارد شوی دی  .  په تیرو څو میاشتو کې  امریکا د پوځي او لوجسټیکي  تجهیزاتو او وسلو  باندې بار په زرګونو ګاډي  دسورئې  خاورې ته وارد کړي دی څو  په دغه هیواد کې  دتیلو اوطبیعي سرچینو د غلا اونغرلو لپاره   په دغه هیواد کې  خپل غیر قانوني شتون لاپیاوړی کړي .

 امریکا او متحدان ئې  له ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه  په غیر قانوني توګه او د  سورئې د  حکومت له اجازت پرته   ددغه هیواد په شمالی برخو کې  پوځي شتون ته دوام ورکړی دی .