نن په لبنان کښې عامه وير اعلان شو
د لبنان حکومت په بيروت کښې له پرونيو ډزو وروسته چې د لسګونو کسانو د وژل کېدو او ژوبلېدو سبب شوې ننن په ټول هېواد کښې عامه وير اعلان کړ.
د اېرنا د رپوټ له مخې د لبنان د وزيراعظم نجيب ميقاتي دفتر بېګا اعلان وکړ چې د زيارت د ورځې په پېښه کښې د لبناني ښاريزو د قربانيو په وير کښې به د جمعې په ورځ د دغه هېواد ټولې حکومتي او پرائيوېټ ادارې او مدرسې او تعليمي مراکز وتړل شي.
پرون يو شمېر لبنانيان چې د بيروت بندر د چاودنې د دوسيې د مفتش طارق بېطار په کارکردګۍ يې د دغه هېواد د څارنوالې د ودانۍ مخې ته احتجاج کوۀ چې ناڅاپه پرې د وسله والوکسانو لخوا ډزې شروع شوې چې په نتيجه کښې يې لږتر لږه اوۀ تنه لبناني بې ګناه ښاريز شهيدان او له شپېتو زيات ژوبل شول.
د لبنان حزب ا... غورځنګونو د دغې حملې په غندلو سره وويل د دغې پېښې عاملان له القوات اللبنانيه ګوند سره وابسته ډلې دي.
هغوي دغه حمله د هېواد د ثبات د ګډوډولو لپاره يو جنايتکارانه عمل وبلۀ او د دغه جنايت د عاملانو د محاکمې او سختې سزا ورکولو غوښتنه يې وکړه.