سعودي لبنان ته د خپلو ښاریزو په سفر بندیز ولګاوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i107012-سعودي_لبنان_ته_د_خپلو_ښاریزو_په_سفر_بندیز_ولګاوه
د عربستان د بهرنیو چارو وزارت له خپلو ښاریزو غوښتنه وکړه چي د امنیتي مسایلو د امله لبنان ته له سفر څخه ډډه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2021 04:07 Asia/Kabul
  • سعودي لبنان ته د خپلو ښاریزو په سفر بندیز ولګاوه

د عربستان د بهرنیو چارو وزارت له خپلو ښاریزو غوښتنه وکړه چي د امنیتي مسایلو د امله لبنان ته له سفر څخه ډډه وکړي.

عربستان په داسي حال کې لبنان ته د خپلو ښاریزو په سفر بندیز لګولی دی چي د تیري اوونۍ د پنج شنبې په ورځ د لبنان د لویي څارنوالی مخي ته په لاریون کوونکو ډزې وشوې.

د تیري پنجشنبې په ورځ یو شمېر خلګ د بیروت د بندر د چاودنې په دوسیه کې د طارق بیطار له کړچار سره په مخالفت کې راغونډ شوي وه چي د نامعلومو وسله والو له خوا ډزې پري وشوې، په دغه برید کې ۷ تنه شهیدان او تر ۶۰ زیات زخمیان شول.

د لبنان حزب الله او د امل سیاسي غورځنګ د سمیر جعجع په مشري د القوات البنانیه ډله د دې جنایت مسئول وباله او ویې ویل چي دغه ډله د امریکې د سفارت په لارښونه په مظاهرچیانو برید کړی دی.

د لبنان امنیتي ځواکونه تر دې دمه ۱۹ کسان د دې برید په تړاو نیولي دي.