د دمشق په باب  د ریاض سیاستونه تیروتي وو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i107324-د_دمشق_په_باب_د_ریاض_سیاستونه_تیروتي_وو
وئيل کیږي ،  دعربو هیوادونو ځینو  چارواکو هم   د سورئې له رسمي چارواکو سره  په لیدوکاتو کې  په مختلفو زمینو کې  د دوو اړخیزو  ایړکو د پراختیا لپاره  خپله دلچسپي اعلان کړې ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 25, 2021 14:39 Asia/Kabul
  • د دمشق په باب  د ریاض سیاستونه تیروتي وو

وئيل کیږي ،  دعربو هیوادونو ځینو  چارواکو هم   د سورئې له رسمي چارواکو سره  په لیدوکاتو کې  په مختلفو زمینو کې  د دوو اړخیزو  ایړکو د پراختیا لپاره  خپله دلچسپي اعلان کړې ده .

د لبنان  الدیار ورځپاڼې  نن په یوه مطلب کې د  ځينو خبرو سرچینو له له قوله،د سورئې په وړاندې د ریاض د سیاستونو په باب دسعودي عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان له ځينو څرګندونو پرده پورته کړه. 

 ددغې خپرونې په وینا،محمد بن سلمان په همداوروستیو کې  له عربستان ه سره یوه نزدې لبناني شخصیّت ته وئیلي دي ،چې ریاض د سورئې او ددغه هیواد د  ولسمشر بشار اسد په باب تیروتنه کړې ده . 

د الدیار خپرونې په دغه  مطلب کې راغلي دي ،د سعودي عربستان مسئولانو د دمشق په وړاندې د خپلو سیاستونو په تیروتنې باندې په  اعتراف سره د لبنان له شخصیّتونو غوښتي دي،څو  دسورئې په لور دې بیرته وګرځي .

 په همداوروستیو کې  هم د عبري ژبې یوې سرچینې  خبر ورکړی ؤ ، عربستان   له سورئې سره داړیکو دبیرته پيلولو لپاره  ددغه هیواد له چارواکو سره  په خبرواتروبوخت دی .

وئيل کیږي ،  دعربو هیوادونو ځینو  چارواکو هم   د سورئې له رسمي چارواکو سره  په لیدوکاتو کې  په مختلفو زمینو کې  د دوو اړخیزو  ایړکو د پراختیا لپاره  خپله دلچسپي اعلان کړې ده .