ملګروملتونو د غزې د لارو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو اداري د صهیونیستي رژیم څخه غوښتنه وکړه چي د یو نیواکګر ځواک په توګه په خپل مسئولیت عمل وکړي او د غزې د ترانګې لاری پرانیزی.
په داسي حال کې چي له کلونو په دې خوا اسرائیل د غزې په ترانګه باندې ټولي سوداګریزي او ټرانزیتی لاري بندي کړي او تر بشپړه محاصرې لاندې نیولي دي د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په خپل کلنی راپور کې د غزې د لارو د خلاصېدو په ضرورت ټینګار وکړ.
هغه په خپل کلنی راپور کې د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو ته د فلسطیني ولس د بشري حقونو په ضد د صهیونیستي رژیم د تېروتنو په اړه معلومات ورکړ او د قدس شریف مسالې ته اشاره وکړه.
دغه راپور د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې رانیولې بیا د ۲۰۲۱ میلادي کال د مې تر میاشتې پوري اړوند جوړ شوی چي ګوتریش په کښې د اسرائیلو له لوري د فلسطیني ولس د حقوقو د درناوی غوښتنه کړې ده.
ګوتریش تاکېد وکړ چي اسرائیل باید د غزې سوداګریزي لارې پرانیزي او د دې سیمي په خلګو ګرځبندیز ختمه کړي.
هغه زیاته کړه چي اسرائیل د یو نیواک ګر ځواک په توګه باید فلسطیني یانو ته روغتیایي خدمات ورسوي او د ماشومانو، خبریالانو او بشري حقونو درناوی وکړي.
د غزې به ترانګه کې تر ۲ میلیون زیات فلسطیني وګړی میشت دي چي د ۲۰۰۷ میلادي کال را په دې خوا د اسرائیلو له لوري محاصره شوي دي.