حماس صهيونېسټ رژيم ته خبردارے ورکړ
د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس بېګا صهيونېسټ رژيم ته خبردارے ورکړ چې د نيواکي قدس شريف په خلاف د خپلو جنايتکارانه اقداماتو په وړاندې به درون قيمت ادا کړي.
د اېرنا د رپوټ له مخې د حماس يو لوړ رتبه مشر هارون ناصرالدين په يوې بيانيې کښې وويل: له صهيونېسټ رژيم سره د مسائلو د هواري لپاره هيڅ انتخاب مطرح نه دے د فلسطين ټوله نيواکي خاوره زمونږ له ملت سره تعلق لري او نيوانګر او د صهيونېسټ مېشته کالونيو اوسيدونکي دې له دغو سيمو بهر شي.
هغه په دوام کښې وويل: د صهيونېسټ رژيم قضائيه قوه د امنيتي سېسټم يوه برخه ده چې د قدس شريف ښار په زمکو او کورونو باندې د سلطې پېدا کولو بهير د ښارګي جوړؤنکو انجمنونو لپاره آسانوي.
صهيونېسټ رژيم له نيواکي زمکو سره د لويديځې غاړې د لا زياتو زمکو د يوځاے کولو لپاره د صهيونېسټ مېشته کالونيو جوړول زيات کړي دي.