امریکا د یمن د سولي په بهیر کې خنډونه جوړوي
د یمن د ملي ژغورنې د دولت د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال د امریکا د ځانګړي استازی د ادعاو په غبرګون کې وویل چي واشنګټن په یمن کې د سولي د بهیر په وړاندې خنډونه جوړوي.
تېره ورځ د یمن په چارو کې د امریکې ځانګړی استازی تیموتی لندرکینګ الشرق الاوسط ته ویلي وه چي د صنعا حکومت د سولي هوډ نه لري.
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال حسین العزی د امریکایي استازی د خبرو په غبرګون وویل: واشنګټن د یمن د سولي د بهیر لپاره خنډونه رامینځ ته کوي خو لندر کینګ د امریکې د خلګو او د نړیوالو د عامه اذهانو د تېر ایستلو او د امریکې د غرضي دریځ د پټولو په موخه د سپیني ماڼۍ په لارښوونې دغسي ادعاوي کوي.
هغه زیاته کړه: ممکن دی دغه ادعاوی د عربي له تیری ګر ائتلاف سره د امریکې د معاملې او له خپلو ټاکنیزو ژمنو څخه د بایډن د شاتګ پایلې وي.
عربستان د امریکې په ملاتړ او څو عربي هیوادونو په ملتیا له ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې خوا په یمن یرغل کړی او دغه هیواد یې د هوا، سمندر او ځمکې له لاري محاصره کړې ده.
د سعودي د تیری ګر ائتلاف د یرغل په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په سلګونو زره تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.