عربو هېوادونو د سوريې په کاميابۍ اعتراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i108212-عربو_هېوادونو_د_سوريې_په_کاميابۍ_اعتراف_وکړ
د لبنان د حزب الله مشر وويل، عربو هېوادونو د سوريې په کاميابۍ اعتراف کړے دے
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2021 04:28 Asia/Kabul
  • عربو هېوادونو د سوريې په کاميابۍ اعتراف وکړ

د لبنان د حزب الله مشر وويل، عربو هېوادونو د سوريې په کاميابۍ اعتراف کړے دے

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې سيدحسن نصرالله د شهيد د ورځې په مناسبت په خپله وېنا کښې  دغه ورځ صهيونېسټ دښمن ته د لبنان د مقاومت ترټولو لوے ګوزار وبلۀ او دې ته په اشارې سره چې شهيدانو په سيمه کښې د امريکې د ترهه ګرۍ په ماتې کښې يې رول لرلے او حزب الله په دې جنګ کښې بريالې شو وويل،  په تېرو ورځو او هفتوکښې د سوريې له ولسمشر بشار اسد سره د عربو مشرانو د تماس په اړه خبرونه خپارۀ شو چې دا د عربو هېوادونو لخوا د سوريې د کاميابۍ د منلو په معنا دي او د هغې پروژې چې عربو هېوادونو ورباندې په سلګونو ميليارډ ډالرولګول د عربو اعتراف دے.

د لبنان د حزب الله مشر د دې په بيانولو سره چې د نيواکي فلسطين په شمال کښېد سرائيلو پرله پسې فوځي مشقونه هم له لبنان څخه د صهيونېسټ رژيم د اندېښنې نښه ده وويل، دغو فوځي مشقونه د دې ښودنه کوي چې اسرائيل په الجليل کښې په مستعمرو باندې د لبنان له يرغله ويره لري او په همدې وجه هره مياشت او په هر موسم کښې فوځي مشقونه کوي.

هغه زياته کړه، هغه هېوادونه چې له اسرائيلو سره تعلقات جوړوي د اسرائيلو امنيت نه شي ټينګولې.