صهیونیسټ نیواکګر رژیم د بریتانیا لمن نیولي ده :-
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i108598-صهیونیسټ_نیواکګر_رژیم_د_بریتانیا_لمن_نیولي_ده
د انګلستان حکومت پرون په لویدیځې اسیا کښې د خپل ناجایز زوي د اصلي پلار په توګه او د فلسطین د اصیل ملت پرضد د غلیمانه سیاستونو په دوام کښې د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ترهګره ډله اعلان کړه او د لندن د کورنیو چارو وزیر «پریټي پاټیل» په بریتانیا کښې د حماس ډلې په هر ډول فعالیت بندیز ولګاوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2021 12:04 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ نیواکګر رژیم د بریتانیا لمن نیولي ده :-

د انګلستان حکومت پرون په لویدیځې اسیا کښې د خپل ناجایز زوي د اصلي پلار په توګه او د فلسطین د اصیل ملت پرضد د غلیمانه سیاستونو په دوام کښې د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ترهګره ډله اعلان کړه او د لندن د کورنیو چارو وزیر «پریټي پاټیل» په بریتانیا کښې د حماس ډلې په هر ډول فعالیت بندیز ولګاوه .

د انګلستان د حکومت دغه فیصله په  نولس سوه اولسم (۱۹۱۷) میلادي کال کښې د جیمز بالفور(James Balfour) د سپیرې بیانیې د صادرونکي او د متولي په  توګه او صهیونیسټي فرقو او ډلو ته د فلسطین د ملت د ټاټوبي د بښونکي په توګه له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوه .

د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نفتالي بنت او د بهرنیو چارو وزیر یائیر لاپیډ د بریتانیا د دغه فیصلې هرکلی وکړ .

د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نفتالي بنت په دې هکله د انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانسن چې هغه یې خپل دوست وباله قدرونه وکړه  او خارجه وزیر یائیر لاپید هم د بریتانیا دغه فیصله د اسرائیلو د خارجه وزارت لپاره بله بریا وبلله .

د عمل او د عکس العمل د اصل له پلوه د انګلستان دغه فیصله د غبرګون په چوکاټ کښې ګڼلی شو په دې معنا چې د فلسطین  په غزې تړانګې او لویدیځې غاړې کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت حماس د بریالیتوبونو په وړاندې یو (۱) له غصې ډک غبرګون دی او په بله ژبه د بریتانیا دغه فیصله ناکامیو او  ماتو ته د پلاندر غبرګون دی چې د خپل ناجایز زوي د موجودیت لپاره یو (۱)ګواښ دی او د هغه د راتلونکي خرابول دي .

له دې کبله لندن د بشري حقوقو په هکله خپلې ټولې کمزوري خبرې او شعارونه تر پښو لاندې کړي دي او انګلستان  حماس غورځنګ چې د سیمې د ملتونو او د ډیرو نړیوالو ارګانونو په اعتراف د مقاومت ډله ده او د نیواکګرۍ په وړاندې ولاړه ده ترهګره ډله اعلانوي .

لندن په دا ډول فیصلې سره یوځل بیا وښودله چې بریتانیا د صهیونیسټ لابۍ په لاس کښې یو (۱)اوزار دی او په دغه فیصلې سره یې د نفتالي بنت او د یائیر لاپید د ګډې کابینې د ماتي د خوړلو او د هغې د له مینځه تلو د دوام د مخه د نیولو اقدام کړی دی او دا د  هغه ناوړه ټولنیز او نامناسبه امنیتي حالت ښکاره ګواه دی چې صهیونیسټ رژیم ورسره مخ دی او په همدې دلیل اسرائیل د انګلستان په دغه فیصلې خوشحاله شوی دی  او هغه یې د ځان لپاره د بریالیتوب په توګه بللي ده  چې ځان ته د چټي اعتبار په رامینځته کولو سره د کابینې د دړې وړې کیدا او د خپل ناجایز موجودیت په خطر کښې د لویدو مخه ونیسي .

د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د انګلستان دغه فیصلې ته  په غبرګون کښې په یوې () بیانیې کښې وویل چې لندن د دغو کارونو پرځاې باید د صهیونیسټ رژیم په جوړولو کښې په خپل رول وشرمیږي .

د فلسطین حماس غورځنګ ټینګار وکړ د بریتانیا حکومت د فلسطین د خلکو په حق کښې د خپلو تاریخي غلطیانو د اصلاح کولو او د بښنې د غوښتلو پرځاې که هغه د بالفور د سپیرې اعلامیې او که هغه د قیمومیت د پړاو په هکله وي چې د فلسطین خاوره یې د صهیونیزم غورځنګ ته وروسپارله همدا اوس د قربانیانو پرضد له تیریګرو سره ملګرتیا کولو ته پاڅیدلی دی .

د انګلستان د حکومت دغه فیصله د نیواک تر ملاتړ لاندې د ملتونو د حقوقو او له بشري حقوقو په ملاتړ کښې د لندن د ادعاګانو دروغوالی او چټي توب په ګوته کوي او پرون د اردن سیند  په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو په ډزو کښې په لسګونو فلسطینیان ژوبل شول .

د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو زیاتیدل په لومړي(۱) پړاو کښې د صهیونیسټانو د ویرې د اندازې او په دوهم(۲) پړاو  کښې د لویدیځې غاړې په فلسطینیانو کښې د ویرې د رامینځته کولو په هدف سره ترسره کیږي او له دې خبرې غافل دي چې  په لویدیځې غاړې کښې هم فلسطینیان هم دغه نتیجې ته رسیدلي دي چې مقاومت د صهیونیسټ رژیم له توکمپاله نیواکګریو څخه د دوې د خلاصون یوازنۍ لاره ده .

پر دې اساس صهیونیسټ رژيم په داخل کښې پراخې ماتي ته په پام سره پراخو خارجي کړچارونو ته مخه کړي ده چې د فلسطین مقاومت ډلې زیاتې له ګواښ او دباو سره مخ کړي دا په داسې حال کښې دي که  چیرې دغو بایکاټونو او دباونو نتیجه ورکولای  اسرائیل به تراوسه دا ډول ماتي نه خوړلې .

انګلستان دغه راز په دغه فیصلې سره هڅه وکړه چې په تلویحي ډول له صهیونیسټ رژیم سره د هیوادونو د اړیکو د عادي کولو له موضوع د ملاتړ لپاره دریځ غوره کړي او د سیمې عربو هیوادونو ته یوډول شین څراغ وښيي .