صهیونیسټ رژيم د سیمې د مشکلاتو ریښه او ام المصایب دی
د سیمې ګوته په شمیر هیوادونه چې له جعلی صهیونیسټي رژيم سره د خپلو اړیکو دعادي کولو په لاره سم شوي دي ، د اسلامی امت او د سیمې د امنیت اوګټو په خلاف حرکت کوي .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ، داسلامی ایران خارجه وزیر حسین امیرعبداللیهان بیګا د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د جوړیدا د کلیزې په مناسبت د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په ټيلیفوني تماس کې په مبارکۍ وئیلو سره ووئيل ، د سیمې ګوته په شمیر هیوادونه چې له جعلی صهیونیسټي رژيم سره د خپلو اړیکو دعادي کولو په لاره سم شوي دي ، د اسلامی امت او د سیمې د امنیت اوګټو په خلاف حرکت کوي .
عبداللهیان په دغو ټيلیفوني خبرو کې حماس غورځنګ دقدس شریف په آزادولو کې داسلامی مقاومت یو مخکښ بللی او وې وئيل ، نن سبا مقاومت دفلسطین دملت دتاریخي حقوقو په پوره کیدا کې چورلیزي رول لري .
اسماعیل هنیه هم له صهیونیسټي رژيم سره داړیکو په عادی کولو کې د سیمې دځينو هیوادونود اقدام په محکومولو سره دغه اقدام یوه امریکائي صهیونیسټي دسیسه بللې او په سیمې کې په نفوذ کې ئې د صهیونیستي رژيم اقدام ، د فلسطین د آئيډئيل او ددرست اسلامی امت لپاره ، یو جدي واښ او د بې ثباتۍ او ناکراریو سبب بللی او وئیلي ئې دي ، دغه سټراټژيکي په ماتې محکومه ده .