صهیونیسټ رژيم د سیمې د مشکلاتو ریښه او ام المصایب دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109714-صهیونیسټ_رژيم_د_سیمې_د_مشکلاتو_ریښه_او_ام_المصایب_دی
د سیمې  ګوته په شمیر هیوادونه چې له جعلی صهیونیسټي رژيم سره  د خپلو اړیکو دعادي کولو په لاره سم شوي دي ، د اسلامی امت او د سیمې د امنیت اوګټو په خلاف  حرکت کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2021 03:13 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژيم د سیمې د مشکلاتو ریښه او ام المصایب دی

د سیمې  ګوته په شمیر هیوادونه چې له جعلی صهیونیسټي رژيم سره  د خپلو اړیکو دعادي کولو په لاره سم شوي دي ، د اسلامی امت او د سیمې د امنیت اوګټو په خلاف  حرکت کوي .

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ، داسلامی ایران خارجه وزیر حسین امیرعبداللیهان  بیګا  د  فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د جوړیدا د کلیزې په  مناسبت د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر  له مشر اسماعیل هنیه سره  په ټيلیفوني تماس کې  په مبارکۍ وئیلو سره ووئيل ،  د سیمې  ګوته په شمیر هیوادونه  چې  له جعلی صهیونیسټي رژيم سره  د خپلو اړیکو دعادي کولو په لاره سم شوي دي ، د اسلامی امت او د سیمې د امنیت اوګټو په خلاف  حرکت کوي .

عبداللهیان  په دغو ټيلیفوني خبرو کې   حماس غورځنګ  دقدس شریف په آزادولو کې  داسلامی مقاومت  یو مخکښ بللی او وې وئيل ،  نن سبا مقاومت  دفلسطین دملت  دتاریخي حقوقو په پوره کیدا کې  چورلیزي رول لري .

اسماعیل هنیه هم  له صهیونیسټي رژيم سره  داړیکو په عادی کولو کې  د سیمې  دځينو هیوادونود اقدام په محکومولو سره  دغه اقدام یوه امریکائي صهیونیسټي دسیسه بللې  او  په سیمې کې په نفوذ کې ئې د صهیونیستي رژيم   اقدام ، د فلسطین  د آئيډئيل او ددرست اسلامی امت لپاره ، یو جدي واښ  او د  بې ثباتۍ او ناکراریو   سبب بللی او وئیلي ئې دي ، دغه سټراټژيکي  په ماتې محکومه ده .