د روسیې یو پارلیماني پلاوي له بشارالاسد سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110032-د_روسیې_یو_پارلیماني_پلاوي_له_بشارالاسد_سره_وکتل
په دغه کتنه کښې دواړو لورو د پارلیماني اړیکو د پياوړتیا او هم د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ لپاهر د نویو افقونو د خلاصیدو د لاروچارو په هکله د نظر تبادله وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2021 04:02 Asia/Kabul
  • د روسیې یو پارلیماني پلاوي له بشارالاسد سره وکتل

په دغه کتنه کښې دواړو لورو د پارلیماني اړیکو د پياوړتیا او هم د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ لپاهر د نویو افقونو د خلاصیدو د لاروچارو په هکله د نظر تبادله وکړه.

د روسیې او سوریې د دوستۍ ډلې د مرستیال مشر دمیتري سابلین Dmitry Sablin په مشرۍ د روسيې یو پارلیماني پلاوي پرون په دمشق کښې د سوریې له ولسمشر سره ملاقات وکړ.

په دغه کتنه کښې دواړو لورو د پارلیماني اړیکو د پياوړتیا او هم د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ لپاهر د نویو افقونو د خلاصیدو د لاروچارو په هکله د نظر تبادله وکړه.

په دغه ملاقات کښې هم داشان د سوریې د ځینو ولایتونو او د روسیې د یوشمیر سیمو ترمینځ د اغیزشیندوکې همکارۍ د رامینځته کولو او د دواړو هیوادونو د ښوونیزو موسسو ترمینځ د ملګرتیا د پراختیا لپاره په هلوځلو باندې هم غور وشه.