امریکايي ځواکونه به له عراقه اوباسو
Dec 29, 2021 04:11 Asia/Kabul
د عراق د مقاومتي ډلو د غږملتیا پلاوي ټینګار وکړ چې امریکا له عراقه د خپلو ځواکونو په ایستلو کښې جدي نه ده خو مقاومت به دغه ځواکونه له خپل هیواده خامخا اوباسي.
دغه پلاوي پرون په یوې خبرپاڼې کښې وویل: مونږ ته هره ورځ لا جوته او په ډاګه کیږي چې د امریکې نیواکګر ځواکونه د هغوي د وتنې په هکله د عراق د پارلیمان د مصوبې د اجرا په هکله د عراق د ګران ولس د غوښتنو په اجرا کولو کښې جدي نه دي.
په دغه بیانیه کښې راغلي دي: د عراق مقاومت د ځینو هغو سیاسي ډلو د ګروهنې په لاره کښې چې له حکومت سره ملګرتیا کوي، د امریکې پوځیانو ته فرصت ورکړ چې د عراق د ولس د ارادې او خپلواکۍ د عملي کیدو او د دغه هیواد د واکمنۍ د بشپړې بیرته اخیستنې لپاره دغه مصوبه اجرايي شي.
ټیګونه