الاقصی جومات ته تاوان رَسَول به صهیونیسټانو ته ګران تمام شي
پخپلو ژمنو باندې عمل ته د صهونیسټي رژيم دپابند کولو لپاره د واسِطو دهلوځلو د ناکامۍ په بڼه کې ددغه جنایتکار رژيم په ضد دخپلو اقداماتو ورو ورو د سختولو په لور لاړشي .
شهاب خبری آژانس راپور ورکړی ،د فلسطین دمقاومت کمیټې د اطلاع رسونې ددفتر مدیر ابومجاهد بیګا په غزې کې د فلسطینیو مبارزو ډ لو د وروستۍ مانورې په باب ووئیل ، دغه مانوره ، صهیونیسټي دښمن ته یو پيغام درلودپه دې باب چې الاقصی جومات ته هر ډول تاوان رسول ، به د دوي لپاره ډير ګران تمام شي .
هغه دغه راز ووئیل ددغې مانورې بل پیغام دا دی چې فلسطیني بندیان به تل ترتله د صهیونیسټ رژيم په زندانونو کې نه وي .
د فلسطین دمقاومت د ډلو ګډې کوټې د تیرې یکشنبې په ورځ دګډې مانورې دپیلیدا خبر ورکړی ؤ چې د فلسطین د درستو مقاومتي ډلوپه شتون سره په روزنیزو کمیپونو او چوکونو کې تر څو ورځو پورې دوام ولري .
له بل پلوه رسندویو په وروستیو شپو ورځو کې وئیلي ، په غزې تړانګې کې د فلسطین مقاومتي ډلو سره موافقه کړې ده چې دغزې تړانګې د بیارغاونې او د دغې سیمې د اقتصادي حالاتو د ښه کولو پشمول په دغې تړانګې کې د اور بند د موافقو د مادو په اساس پخپلو ژمنو باندې عمل ته د صهونیسټي رژيم دپابند کولو لپاره د واسِطو دهلوځلو د ناکامۍ په بڼه کې ددغه جنایتکار رژيم په ضد دخپلو اقداماتو ورو ورو د سختولو په لور لاړشي .