امریکاباید له عراقه د نه وتلو درنده بیّه ورکړي
تردې دمه له عراقه د امریکائي پوځیانو د وتل اعلان او تائيد شوي نه دي ، بلکې ددغو پوځیانو ماموریّت له جنګي بڼې روزنیزې او د سلاکارۍ بڼه غوره کړې ده ، او دا د عراق دپارلیمان دفیصلې ښکاره خلاف ورزي ده چې په اساس ئې باید درست امریکائي پوځیان له عراقه ووځي .
د عراق حزب ا... غورځنګ دکنډکونو ویندوي محم دمحیی بیګا له مهر خبری آژانس سره په خبرو کې ووئيل ، امرکیا له عراقه له وتلو څخه په سرغړونې سره ، د عراق د ملت هوډ او فیصله تر پښو لاندې کوي او باید درنده بیّه ئې ورکړي .
هغه دغه راز ووئيل ، تردې دمه له عراقه د امریکائي پوځیانو د وتل اعلان او تائيد شوي نه دي ، بلکې ددغو پوځیانو ماموریّت له جنګي بڼې روزنیزې او د سلاکارۍ بڼه غوره کړې ده ، او دا د عراق دپارلیمان دفیصلې ښکاره خلاف ورزي ده چې په اساس ئې باید درست امریکائي پوځیان له عراقه ووځي .
محمد محیی زیاته کړې ،مونږ ډاډمن یوو امریکا له عراقه وتل نه غواړي ، او په مختلفو نامو اوعنوانونو سره په عرقا کې د شتون دتپلو لپاره هڅه کوي او د واشنګټن دغه دریځ ،دعراق د ملت دهوډ او غوښتنې لپاره یو چیلنج شمیرل کیږي ، چې مسلما امریکا ئې باید لګښت ورکړي .
د عراق د حزب ا... غورځنګ د کنډکونو ویندوي دغه راز ووئيل ، امریکا ، داسې موخې اوپروګرامونه لري ، چې په عراق او سورئې کې د پوځي شتون له لارې ، غواړي ،پوره ئې کړي ، د دوي په دغو موخو کې په عراق کې دنفوذپراختیا او دسلطې پیاوړتیا،، د عراق پر امنیتی او سیاسی فیصلو مسلط کیدا او پربغداد له صهیونیسټ رژيم سره داړیکو دعادي کولو دپروګرامونو تپل پکې شامل دي .