امریکاباید  له عراقه د  نه وتلو درنده بیّه ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110358-امریکاباید_له_عراقه_د_نه_وتلو_درنده_بیّه_ورکړي
تردې دمه له عراقه د امریکائي پوځیانو د وتل  اعلان او تائيد شوي نه دي ، بلکې  ددغو پوځیانو ماموریّت  له جنګي بڼې روزنیزې  او د سلاکارۍ بڼه غوره کړې ده ، او دا  د عراق دپارلیمان دفیصلې ښکاره خلاف ورزي ده چې په اساس ئې باید درست امریکائي پوځیان له عراقه ووځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2021 10:47 Asia/Kabul
  • امریکاباید  له عراقه د  نه وتلو درنده بیّه ورکړي

تردې دمه له عراقه د امریکائي پوځیانو د وتل  اعلان او تائيد شوي نه دي ، بلکې  ددغو پوځیانو ماموریّت  له جنګي بڼې روزنیزې  او د سلاکارۍ بڼه غوره کړې ده ، او دا  د عراق دپارلیمان دفیصلې ښکاره خلاف ورزي ده چې په اساس ئې باید درست امریکائي پوځیان له عراقه ووځي .

 د عراق حزب ا... غورځنګ  دکنډکونو ویندوي  محم دمحیی  بیګا له مهر خبری آژانس  سره په  خبرو کې  ووئيل ، امرکیا له عراقه له وتلو څخه په سرغړونې سره ، د عراق د ملت  هوډ او فیصله تر پښو لاندې کوي او باید درنده بیّه ئې ورکړي .

 هغه دغه راز ووئيل ، تردې دمه له عراقه د امریکائي پوځیانو د وتل  اعلان او تائيد شوي نه دي ، بلکې  ددغو پوځیانو ماموریّت  له جنګي بڼې روزنیزې  او د سلاکارۍ بڼه غوره کړې ده ، او دا  د عراق دپارلیمان دفیصلې ښکاره خلاف ورزي ده چې په اساس ئې باید درست امریکائي پوځیان له عراقه ووځي .

محمد محیی زیاته کړې ،مونږ ډاډمن یوو  امریکا  له عراقه وتل نه غواړي ، او  په مختلفو نامو اوعنوانونو سره په عرقا کې د شتون دتپلو لپاره هڅه کوي او د واشنګټن دغه دریځ ،دعراق د ملت دهوډ او غوښتنې لپاره یو چیلنج  شمیرل کیږي ، چې  مسلما  امریکا ئې باید  لګښت ورکړي .

 د عراق د حزب ا... غورځنګ د کنډکونو ویندوي دغه راز ووئيل ، امریکا ، داسې موخې اوپروګرامونه لري ، چې  په عراق او سورئې کې د پوځي شتون له لارې ، غواړي ،پوره ئې کړي ، د دوي په دغو موخو کې په عراق کې دنفوذپراختیا او دسلطې پیاوړتیا،، د عراق پر امنیتی  او سیاسی فیصلو مسلط کیدا  او پربغداد له صهیونیسټ رژيم سره  داړیکو دعادي کولو  دپروګرامونو تپل پکې  شامل دي .