داسرائیلو له لوري د فلسطینیانو د کورونو ورانېدا
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110624-داسرائیلو_له_لوري_د_فلسطینیانو_د_کورونو_ورانېدا
د اسرائیل خونړي رژیم په نیواکي قدس کې د فلسطینیانو په شړلو سره د هغوی کورونه ورانوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2022 09:43 Asia/Kabul
  • داسرائیلو له لوري د فلسطینیانو د کورونو ورانېدا

د اسرائیل خونړي رژیم په نیواکي قدس کې د فلسطینیانو په شړلو سره د هغوی کورونه ورانوي.

د فلسطین د اطلاع رسونې مرکز اعلان وکړ چي د صهیونیستي رژیم نیواکګر ځواکونو په نیواکي قدس کې د «سلوان» په سیمه کې د فلسطینیانو کورونه ورانوي.

په تېر میلادي کال کې هم صهیونیستي رژیم د الاقصی جومات په جنوبي سیمو کې د فلسطینیانو کابو ۷۰ کورونه وران کړي او ۱۷۲ نورو ته یې د کور د پرېښودلو خبرداری ورکړی دی.

د دې راپور له مخې اسرائیل غواړي د سلوان په سیمه کې د فلسطینیانو ۵۶۰۰ خونې وران کړي.

دغه رژیم همدارنګه په نظر کې لري چي د غزې د ترانګې په ګاونډ کې د «حانون» په نامه نوې یهودي میشت ښارګوټي جوړه کړي.

اسرائیل د فلسطینیانو د کورنو په ورانولو او صهیونیستي ښارګوتو په جوړلو سره غواړي د فلسطین په ټوله جغرافیه ولکه ټینګه کړي.

دملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۳۳۴ پرېکړه لیک له مخې د فلسطینیانو په کورونو باندې د یهودو ښارګوټو جوړونه غیرقانوني ده.