سعودي محکمې د دوو بحریني زندانیانو د اعدام حکم تایید کړ
Jan 12, 2022 07:31 Asia/Kabul
د سعودي عربستان د تجدیدِ نظر محکمې پرون د دوو بحریني ځوانانو د اعدام یعنې د مرګ د سزا حکم تایید کړی دی
جعفر سلطان او صادق ثامر هغه دوه بحریني ځوانان دي چې له دغه هیواد سره د سعودي عربستان د نښلونکي پل (ملک فهد) د چاودولو د کوشش په تور په ۲۰۱۵ کال کښې د سعودي چارواکو له خوا نیول شوي او د مرګ سزا ورته اورول شوې وه.
د سعودي محکمې له دې تازه حکم وروسته تورن کسان له یوې میاشتې نه کم فرصت لري چې د عربستان په ستره محکمه کښې، په صادر شوي حکم باندې اعتراض وکړي.
دغه بحریني ځوانان په ځان باندې لګیدلي تورونه ردوي او وايي چې په سیاسي انګیزو سره پرې دا تور پورې شوی دی.
ټیګونه