په بغداد کښې د امريکې به سفارت راکټي حمله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110986-په_بغداد_کښې_د_امريکې_به_سفارت_راکټي_حمله
عراقي امنيتي سرچينو د بغداد په شنه سيمه کښې د امريکې په سفارت باندې د راکټي حملې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 14, 2022 06:11 Asia/Kabul
  • په بغداد کښې د امريکې به سفارت راکټي حمله

عراقي امنيتي سرچينو د بغداد په شنه سيمه کښې د امريکې په سفارت باندې د راکټي حملې خبر ورکړ.

د صابرين نيوز د رپوټ له مخې په بغداد کښې د امريکې د سفارت التوحيده دريمې اډې باندې پرون د ناپېژندل شويو ځواکونو لخوا دوه راکټونه ووېشتل شول.

له دغو چاودنو وروسته د امريکې سفارت ته تلونکې ټولې لارې وتړل شوې.

همدارنګ د دغې حملې د يوې ويډيو خپرېدل ښودنه کوي چې د امريکې د فوځ سيرام دفاعي سېسټمونه په دائمي توګه له ويشتل شويو راکټونو سره د مقابلې په حال کښې دي.

د ويلو ده چې تر اوسه د عراق هيڅ يوې مقاومتي ډلې د دغې حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې. همدارنګ د امريکې سفارت ته د رسېدلو مال او سر تاوانونو په اړه هم لا څه رپوټ نه دے خپور شوے.

د بغداد او واشنګټن د حکومتونو د موافقې له مخې ټاکل شوې وه چې امريکائي نيواکګر ځواکونه د تېره ميلادي کال تر آخره پورې د عراق له خاورې ووځي، سپينې ماڼۍ اعلان وکړ چې په عراق کښې د امريکې د ځواکونو ماموريت له فوځي نه په صلاحکارۍ بدل شوے او دغه ځواکونه به هم هغه شان په دغه هېواد کښې باقي پاتې شي.

په داسې حالاتو کښې زياتره عراقيانو او د مقاومت ډلو اعلان وکړ چې په دغه هېواد کښې د امريکائي ځواکونو د شتون په صورت کښې هغوي خپل حق بولي چې له تيريګرو او نيوانګرو سره مقابله وکړي.