د عراق سیاسی ډلې د مشترک لومړی وزیرپه کاندیدکولوسره پخلاشوي
د صدر بهیر مشرانو د لومړي وزارت لباره د محمد توفیق علاوي دکاندیدیدا مخالفت نه دی کړی او دکاندیدانو په لیسټ کې اوسنی لومړی وزیر مصطفی الکاظمي نامه هم شامله ده .
شفق نیوز خبری سایټ راپور ورکړ ، د عراق دغږمله چوکاټ ائيتلاف په کمیټې کې یوې سرچینې ووئيل ، ددغه ائیتلاف او صدر بهیر ترمینځ موافقه شوي چې د عراق د صدراعظمۍ لپاره یوه کمیټي جوړه شي ، څو یو مشترک کاندید معرفي کړي .
دغې سرچینې ټينګار کړی ، د صدر بهیر مشرانو د لومړي وزارت لباره د محمد توفیق علاوي دکاندیدیدا مخالفت نه دی کړی او دکاندیدانو په لیسټ کې اوسنی لومړی وزیر مصطفی الکاظمي نامه هم شامله ده .
هغه ووئیل ، دعراق دالفتح ائيتلاف مشر هادي العامری مقتدا صدر ته محمد توفیق علاوي وړندیز کړی او د غږمله چوکاټ ائيتلاف مشران هم دالعامري له دغه وړندیز سره مخالف نه دي .
په عین حال کې د عراق د قانون حکومت ائيتلاف مشر نوری مالکي د غږمله چوکاټ ائيتلاف پر یووالی ټينګار کړی او وئیلي ئې دي ، دغه ګوندونه له نورو ګوندونو او بهیرونو سره خپلو خبرواترو ته دوام ورکوي څو د مشترکو ملی موخو ته د رسیدا او دهغه ملی حکومت دجوړولو لپاره چې دعراق د ملت غوښتنې عملي کوي ، هلې ځلې سره غږمله کړي او سره یو موټی شي .