په یمن د عربستان بریدونه باید پاې ته ورسیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i111286-په_یمن_د_عربستان_بریدونه_باید_پاې_ته_ورسیږي
د یمن د بشري حقوقو مرکز په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د هیواد په هستوګنه سیمو باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د جنګي الوتکو برید وغاند .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2022 09:10 Asia/Kabul
  • په یمن د عربستان بریدونه باید پاې ته ورسیږي

د یمن د بشري حقوقو مرکز په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د هیواد په هستوګنه سیمو باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د جنګي الوتکو برید وغاند .

د یمن د بشري حقوقو مرکز په یوې (۱) بیانیې کښې غوښتنه کړي ده چې د یمن د خلکو پرضد د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د جنایتونو مخه ونیول شي چې وروستی جنایت یې په صنعا کښې په لیبي سیمې حمله وه .

د یمن د بشري حقوقو مرکز ډاګینه کړه په صنعا کښې په لیبي سیمې حمله د بیا بیا خلاف ورزیو او د جنایتونو د لړۍ په چوکاټ کښې کیږي کوم چې تیریګر ائتلاف هره ورځ د نړیوالو د چپتیا په سیوري کښې د یمن په بیلابیلو ولایتونو او سیمو کښې ترسره کوي .

د یمن د بشري حقوقو  مرکز په ملګرو ملتونو ، امنیت شورا او نړیوالو موسسو غږ وکړ په خپل مسئولیت عمل وکړي او د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د بمباریو ، د بشري حقوقو د خلاف ورزیو او د دغه جنایتونو د بندولو لپاره اقدام وکړي .

په تیرې دوشنبې ورځ د یمن په پلازمینې صنعا کښې په لیبي محلې باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف په  حملې کښې د دریو(۳) ښځو او د پینځو(۵) ماشومانو په شمول څوارلس (۱۴)بې ګناه ښاریز ووژل شول او د دریو (۳) میرمنو او د دریو (۳)ماشومانو په ګډون دولس (۱۲)نور کسان ژوبل هم شول چې ځینې پکښې مرګي حاله دي .