بهرنیو شرکتونو ته له اماراتو د وتلو سپارښتنه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i111374-بهرنیو_شرکتونو_ته_له_اماراتو_د_وتلو_سپارښتنه_کوو
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند بهرنیو شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې له دغه هیواده ووځي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2022 08:06 Asia/Kabul
  • بهرنیو شرکتونو ته له اماراتو د وتلو سپارښتنه کوو

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند بهرنیو شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې له دغه هیواده ووځي

یحیی سریع د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، له هغو غمیزو او جنایتونو وروسته چې د سعودي-امریکايي-اماراتي ائتلاف هوايي ځواکونو د یمن د ولس خلاف ترسره کړي دي، د اماراتو په کوچني هیواد کښې موجودو شرکتونو ته سپارښتنه کوو چې له دغه هیواده ووځي.

یحیی سریع ټینګار کړ، ترڅو پورې چې د اماراتو واکمنان د یمن خلاف تیري ته دوام ورکوي تر هغې یې معنا دا ده چې بهرنیو شرکتونو په یو وړونکي او ناامنه هیواد کښې پانګونه کړې ده.

په دغه خبرپاڼه کښې راغلي دي: په صعده باندې له حملې سره هم مهاله د الحدیده په ساحلي ښار باندې هم بیګا د سعودي جنګي الوتکو حملې وشوې چې له امله یې درې کسان مړه او ۱۷ نور زخمي شول.

د ویلو ده چې د صعده ولایت په جیل باندې نننۍ بمبارۍ په یمن کښې د سعودي ائتلاف یوه ډیره ستره او د پراخې مرګ ژوبلې لرونکې حمله ده چې د وروستیو معلوماتو له مخې په کښې ۷۷ تنه وژل شوي او ۱۱۲ نور زخمي شوي دي.