په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټي رژیم ښارګي جوړونې روانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i111376-په_لویدیځې_غاړې_کښې_د_صهیونیسټي_رژیم_ښارګي_جوړونې_روانې_دي
د فلسطینیانو د ځمکو د دفاع د دفتر مدیر وویل: د قدس نیواکګر رژیم د لویدیځې غاړې په ښارونو او نیواکي قدس کښې د فلسطینیانو کورونه د بې مجوزه جوړیدو په پلمه ورانوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2022 08:25 Asia/Kabul
  • په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټي رژیم ښارګي جوړونې روانې دي

د فلسطینیانو د ځمکو د دفاع د دفتر مدیر وویل: د قدس نیواکګر رژیم د لویدیځې غاړې په ښارونو او نیواکي قدس کښې د فلسطینیانو کورونه د بې مجوزه جوړیدو په پلمه ورانوي

د العالم د رپورټ له مخې ماهر عامر وویل: په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټي رژیم له د جوړو شویو ښارونو هدف دا دی چې د دغې سیمې ښارونه له یو بله جلا شي.

د ښارګيو او حائل دیوال د جوړولو په وړاندې د مقاومتي کمیټې غړي سهیل السلمان هم وویل: په خواشینۍ سره زیاترو عربو هیوادونو نه یوازې له نیواکګر رژیم سره د اړیکو د ښه کولو په لاره ګام ایښی دی بلکې د فلسطین د خلکو پر ضد یې له صهیونیسټي رژیم سره شراکت هم کړی دی.

د قدس نیواکګر رژيم باوري دی کوم ښارګوټي چې په قدس او د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې جوړیږي، د دغه رژيم ژوره سټراټیجي ده چې د فلسطیني هیواد د جوړیدو مخه نیسي.