په نیواکي قدس کښې یو فلسطیني شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i111538-په_نیواکي_قدس_کښې_یو_فلسطیني_شهید_شو
فلسطیني سرچینو بیګا په نیواکي قدس شریف کښې د یو کس د شهادت خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2022 07:39 Asia/Kabul
  • په نیواکي قدس کښې یو فلسطیني شهید شو

فلسطیني سرچینو بیګا په نیواکي قدس شریف کښې د یو کس د شهادت خبر ورکړ

قدس خبري آژانس ویلي چې د فهمي حمد په نامه ۵۷ فلسطیني د نیواکي قدس په شمال کښې په قلندیا کیمپ باندې د صهیونیسټي پوځیانو د یرغل په وخت د اوښلن ګیس په وجه شهید شوی دی.

پرون مازیګر هم په قلندیا کیمپ باندې د صهیونیسټ پوځیانو په حمله کښې لږترلږه دوه فلسطیني ځوانان زخمي شوي وو.

صهیونیسټي پوځیان او ښارګي میشتي هره ورځ د فلسطین په خلکو باندې په مختلفو پلمو حملې کوي، مرګ ژوبله وراړوي او زنداني کوي یې.