په پيټروډالرو سره د بشري حقوقو دمدعیّانوخولې بندې شوي دي
الخراشي روښانه کړې ده ،د سعودي ائيتلاف حملې دنړیوالو کنونشنونو په خلاف دي، په تیره بیا هغه څه چې د بشری حقوقو او د ماشومانو له حقوقو سره اړونده دي او ددغو موسیسو او اورګانونو د مطلقه چپتیا په سیوري کې او هم د نړیوال وجدان په ویده کیدا سره او د یمن د مدافعانو د نابودۍ لپاره دهلوځلو په لړ کې ترسره کیږي .
د یمن د انصار ا... ولسی مبارز غورځنګ یوه مسئول عمار الخراشي نن له مهر خبري آژانس سره په خبرو کې ووئیل د سعودي ائيتلاف جنګي الوتکو د نړیوالو ارتباطاتو او انټرنیټي تاسیساتو په نښه کولو سره د یمن د ملت په غلي کولو او د سعودي ائيتلاف د جنایتکارو اقداماتو او د وحشي ډوله جنایتونو د تصویرونو دلیږد په مخه نیونې پسې دي .
د یمن دغه مبارزمسئول ټينګارکړی،یمن ته په سفر کې ډیری نړیوال اورګانونه او دهغو ناظران پخپلو سترګو سره،د تیریګرو او ترهه ګرو هیوادنو له خوا د وحشي ډوله جنایتونو او خونړیو بمباریو او د بې ګناه ښاریزو د وژلو او د بیخ بینائي تاسیساتو د تباه کیدا شاهدان دي،خو هیڅ اقدام نه کوي .