د صهیونیسټي رژيم مشر اماراتو ته لاړ
د صهیونیسټي رژیم مشر په یو رسمي سفر متحده عرب اماراتو ته تلی دی
د صهیونیسټي رژيم مشر اسحاق هرټزوګ نن د تل ابیب له هوايي ډګر څخه ابوظبۍ ته لاړه او اماراتو ته د سفر لپاره یې د بلنې په وجه د ابوظبۍ د ولیعهد محمد بن زاید مننه وکړه.
هرټزوګ په یو ټویټري پيغام کښې ولیکل: د ولیعهد شیخ محمد بن زاید په شخصي بلنه به د متحده عرب اماراتو له مشرتابه سره ملاقات وکړم.
العربیه چینل خبر ورکړی چې د صهیونیسټي رژیم د مشر اسحاق هرټزوګ دفتر متحده عرب اماراتو ته د هغه د سفر په هکله په یوې خبرپاڼې کښې وویل: هرټزوګ په سیمه کښې شخړو او د ایټمي موافقې د احیا لپاره د نړیوالو قدرتونو هلوځلو ته په پام سره، د فارس خلیج د جنوبي څنډې له هیوادونو سره د تل ابیب د اړیکو د پياوړتیا په موخه اماراتو ته سفر کوي.
د ویلو ده چې اماراتو او بحرین د فلسطین د خلکو له ارمان سره په ټکر کښې، له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو د ښه کولو موافقه لاسلیک کړې ده.