صهیونیسټ رژيم بیا په سوریې بریدونه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i112120-صهیونیسټ_رژيم_بیا_په_سوریې_بریدونه_کړي_دي
سانا خبري اژانس وايي د سوریې سرچینو د پلازمینې دمشق په خوا کښې په یوې (۱) سیمې باندې د صهیونیسټ رژیم په توغندوي برید کښې د شپږو (۶) کسانو د مړینې او د ژوبلیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2022 14:06 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژيم بیا په سوریې بریدونه کړي دي

سانا خبري اژانس وايي د سوریې سرچینو د پلازمینې دمشق په خوا کښې په یوې (۱) سیمې باندې د صهیونیسټ رژیم په توغندوي برید کښې د شپږو (۶) کسانو د مړینې او د ژوبلیدا خبر ورکړ .

د سوریې سرچینو وویل  نن سهار وختي صهیونیسټ رژیم د دمشق په خوا کښې په ځینو  سیمو د توغندیو حملې کړي دي .

د دمشق په خوا کښې د صهیونیسټ په هوايي  برید کښې یو(۱) پوځي وژل شوي او پینځه (۵)نور ژوبل شوي .

د سوریې دافع هوا سیسټم هم د صهیونیسټ رژیم له توغندوي حملې سره مقابله وکړه او هغه یې له مینځه یوړل .

صهیونیسټ رژیم له تیرو څو کلونو راهسې په ځلونو د سوریې په پلازمینې دمشق او نورو سیمو باندې هوايي حملې کړي دي چې د دمشق د دافع هوا سیسټم په وخت باندې اقدام سره دغه حملې شنډې کړې شوي دي .

د عراق د ډلوژونکو وسلو د پلټڼې د کمیسیون پخواني غړي اسکاټ ریټر خبرداری ورکړی دی چې په سوریې باندې د اسرائیلو د حملو دوام مکمن دی د سیمه ییزې جګړې سبب شي .

د سوریې حکومت تراوسه د ډیرو بیانیو په خپرولو او ملګروملتونو ته په لیکنو استولو سره په خپل هیواد باندې د صهیونیسټ رژيم هوايي حملې په ککله غندلي دي .