په یمن کې په عامو وګړو د سعودي بمبار
په یمن کې د سعودي د جنایتونو په دوام کې د حجې په ولایت کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړو ته مرګژوبله واوښتل.
د المسیرې له راپور سره سم، د سعودي ائتلاف تېری ګرو ځواکونو د حجې د ولایت په عبس ولسوالۍ کې په عامو وګړو باندې په بمبار سره، یو مېرمنه وژلې او د ماشومانو او ښځو په شمول ۱۰ تنو ته مرګژوبله اوړولې ده.
د یمن د عالی سیاسي شورا غړی «محمد علی الحوثي» د سعودي د دې جنایت په غبرګون کې وویل: د یمن په عامو وګړو باندې د بریدونو دوام د جنګي جنایت او د ترهګریو وتلې بېلګه ده.
عربستان سعودي د یوې فوځي ائتلاف په مشری او د امریکې په ملاتړ له ۲۰۱۵ میلادي کال په یمن یرغل کړې او دغه هیواد یې د هوا، سمندر او ځمکې له لاري محاصره کړې چي د امله په لسګونو میلیونو یمنیان له لوږې او روغتیایي ستونزو سره مخامخ شوي او په لسګونو زرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.