له وطن سره خیانت تر ټولو خطرناک بشری ضد جنایت دی
له وطن سره خیانت وړوکی کار ونه شمیرئ ،ځکه چې درست ملتونه له خپل وطن سره خیانت ،د انسان ترټولو خطرناک جنایت ګڼي .
د یمن دملی نجات حکومت دسیاسی شورا یوه مسئول مقام محمد البخیتی دسعودي تالی څټو باندې په ملنډو وهلو سره نن په یوه ټولنیز پیغام کې ولیکل ،له وطن سره خیانت تر ټولو خطرنا ک بشری ضد جنایت دی ،ځکه چې ددرستو ملتونو په نزد له وطن سره خیانت ، له خپل هویّت او مورني ټاټوبي سره د ډغرې په معنا دی .
دیمن دپوځي اطلاعاتو کمیټې نن ایشوا کړې ده ، دسعودي ځواک قوماندانۍ او دیمن تالی څټو ډلو ټپلو د ۲۰۲۱کال په وروستیو کې د الوات المین السعید :: په نامې سره د وسلوالې ډلې د جوړولو لپاره سره موافقه کړې ده،دغه ځواک ماموریّت لري ، د سعودي عربستان دپولو ساتنه وکړي .په دغې موافقې کې راغلی دي ، ې دغه یونټونه د سعودي ائيتلاف د قوماندانۍ او په نجران او جازان د ځواک په قوماندانۍ کې د دوي د استازو دحکمونو په اساس ، په شروره او د مطلق الازیمع په نامې سره د ګډو ځواکونو له قوماندانۍ سره د ارتباط دعملیاتو له کوټې پرته بل هیڅ لوري سره ارتباط ونه لري .
البخیتي همداراز لیکلی دي ، له وطن سره خیانت وړوکی کار ونه شمیرئ ،ځکه چې درست ملتونه له خپل وطن سره خیانت ،د انسان ترټولو خطرناک جنایت ګڼي .
د یمن د ملی نجات حکومت دغه مسئول روښانه کړې ده،په یمن کې کړاؤ اوظلمونه ، د تاسو دخیانت په سبب دي اوکه دغه خیانت نه وائ ،نو تیریګرو هیوادونو په یمن دحملې جراءت نه شو کولی . بیرته راوګرځئ او د خپل مورني ټاټوبی دفاع وکړئ څو خیانت کار ونه شمیرل شئ .