د امریکا یو قطبی پړاؤ پاي ته رسیدلی دی
امریکا پخپل شیطنت سره نوره هیوادونه پخپلو کې سره جنګولو ته لمسوي او له ځينو سره د مرستو ژمنې کوي ،خو په موقعې ورڅخه شاتګ کوي او د سیمه اونړۍ ئې په دغه خوي او بلاغوښتنې سره تر ډیره حده ترینګلي کړې ده چې له امله ئې خپل اعتبار او اعتماد هم له لاسه ورکړی دی .
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د نړیوالو اړیکو مسظول ټينګار کړی ، د روسیې اواوکراین دجنګ یو ترټولو مهم درس دا دی چې د نړۍ یوه قطب په توګه دامریکا پړاؤ پآي ته رسیدلی دی .
فارس خبری آژانس راپور ورکړیو د فلسطین دحماس غورځنګ دنړیوالو اړیکو مسئول او د سیاسی دفتر یو مشر موسی ابومرزوق بیګا په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی ، چې دامریکا متحده ایالات ددې جوګه نه دي ، چې له روسیې د مقابلې لپاره دجنګ فیصله وکړي .
هغه په عین حال کې ووئيل امریکا پخپل شیطنت سره نوره هیوادونه پخپلو کې سره جنګولو ته لمسوي او له ځينو سره د مرستو ژمنې کوي ،خو په موقعې ورڅخه شاتګ کوي او د سیمه اونړۍ ئې په دغه خوي او بلاغوښتنې سره تر ډیره حده ترینګلي کړې ده چې له امله ئې خپل اعتبار او اعتماد هم له لاسه ورکړی دی .