امریکا د یمن د ګازو د غلا کولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113078-امریکا_د_یمن_د_ګازو_د_غلا_کولو_هڅه_کوي
زمونږ خبریال وايي د یمن په استعفا شوي حکومت کښې یوې مسوولې سرچینې وویل د امریکا استازي له پوځي کارپیژاندو سره یوځاې شبوه ولایت ته سفر کړی چې د اډې په جوړولو سره د دغه هیواد ګاز غل کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2022 02:22 Asia/Kabul
  • امریکا د یمن د ګازو د غلا کولو هڅه کوي

زمونږ خبریال وايي د یمن په استعفا شوي حکومت کښې یوې مسوولې سرچینې وویل د امریکا استازي له پوځي کارپیژاندو سره یوځاې شبوه ولایت ته سفر کړی چې د اډې په جوړولو سره د دغه هیواد ګاز غل کړي .

په یمن  کښې د امریکا ځانګړی استازي ټیموټي لینډرکینګ او په شبوه ولایت کښې د واشنګټن د سفارت شارډز افیر په بلحاف بندر کښې د یوې پوځي اډې د جوړولو د سریزو د برابرولو په چوکاټ کښې د خپلو شرکتونو لخوا د یمن د ګازو د رایستلو هڅه کوي .

د امریکا پوځیان د یمن په ختیځ کښې په الغیضه هوايي ډګر او المکلا ښار کښې د الریان په هوايي ډګر کښې دیره دي چې د یمن په جنوبي ساحل کښې خپله سلطه پیاوړي کړي .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مرکچي ډلې غړي عبدالملک العجري ویلي دي استعفا شوي ولسمشر عبدربه منصور هادي د یمن جزیرې او بندرونه امریکا او صهیونیسټ رژيم ته ورسپارلي دي او المهره سیمه یې هم انګلستان ته ورکړي ده .