د اقتصادي محاصرې په ضد د سلګونو زرو یمنيانو لاریون
په سلګونو زرو یمنیانو په دغه هیواد باندې د سعودي د ائتلاف د یرغل په غندلو سره، د یمن د اقتصادی محاصرې د ختمېدو غوښتونکي شول.
د ایرنا له راپور سره سم، تېره ورځ د یمن خلګو د حجې، ریمې، ذمار، اب، بیضا، تعز، جوف، عمران، ضالع او صعدې ولایتونو په شمول په ټول هیواد کې د یمن په تیلي محصولاتو د امریکې د بندیز او د سعودي عرب له لوري د دې هیواد د اقتصادي محاصرې په غندلو سره، په دغه هیواد باندې د عربستان د یرغل د ختمېدو غوښتونکي شول.
د راپور له مخي، مظاهره کوونکو د ازادي غواړي شعارونو په ورکولو سره، د یمن په حق کې د سعودي ائتلاف د جنایاتونو او عربستان سره د ملګرو ملتونو د جوړجاړی غندنه وکړه.
مظاهره کوونکو د یوې بیانیې په صادرولو سره اعلان وکړ چي د دې هیواد د اقتصادي محاصرې دوام او د الحدیدې بندر تړل کېدا یو جنګي جنایت دی چي نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو اداره یې په وړاندې چوپتیا غوره کړې ده. عربستان د امریکې، امارات او څو نورو عربو هیوادونو په مرسته د ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې خوا په یمن باندې یرغل کړی او دغه هیواد یې تر کلکي اقتصادي محاصرې لاندې نیولی دی.
تر دې دمه د ښځو او ماشومانو په شمول په سلګو زرو ملکي وګړو ته د عربستان په یرغل کې مرګژوبله اوښتې ده.