د یمن د الخوخه ښار خلکو د اماراتو پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113222-د_یمن_د_الخوخه_ښار_خلکو_د_اماراتو_پرضد_مظاهرې_وکړې
زمونږ خبریال وايي د یمن د الخوخه ښار خلکو چې د متحده عربي اماراتو تر نیواک لاندی دی په دغه ښار کښې په امنیتي ګډوډۍ باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2022 10:20 Asia/Kabul
  • د یمن د الخوخه ښار خلکو د اماراتو پرضد مظاهرې وکړې

زمونږ خبریال وايي د یمن د الخوخه ښار خلکو چې د متحده عربي اماراتو تر نیواک لاندی دی په دغه ښار کښې په امنیتي ګډوډۍ باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .

د الخوخه ښار خلکو د امنیتي ګډوډۍ له کبله د وژل شویو کسانو د جنازو په لیږدولو سره مظاهرې وکړې .

د متحده عربي اماراتو د یمن الخوخه ښار کلابند کړ او په دغه ښار کښې یې یو امنیتي مرکز وتړه .

د یمن په لویدیځ ساحل کښې د ائتلاف د ځواکونو په حکم سره د یمن په الخوخه سیمه کښې د یوازني امنیتي مرکز کارکوونکي له هیڅ پلمې پرته وویستل شول او هغوې ته کارونو ته د بیرته اجازه ورنکړل شوه .

د یمن په سلګونو زرو خلکو په تیرې دوشنبې ورځ هم د هیواد په بیلابیلو  سیمو کښې د لاریونونو په ترسره کولو سره د یمن د کلابندۍ او د عربستان په مشرۍ د ائتلاف د تیریګرو ځواکونو د حملو د غندلو په ترڅ کښې د کلابندۍ د ختمیدا او خپل هیواد ته د سونګو د ورتلو غوښتنه وکړه .

سعودي عربستان له متحده عربي اماراتو، بحرین سوډان ، اسرائیلو او امریکا سره یوځاې له دوه زره پینځلسم میلادي کال راهسې د عربي او د امریکايي ائتلاف په جوړولو سره د یمن پرضد تیری پیل کړی چې اوس هم دوام لري .

په یمن کښې د سعودي عربستان جنګ تراوسه سلګونو زره کسان مړه او ژوبل کړي او څلور میلیونه نور کډوال کړي دي .

د سعودي عربستان د ائتلاف پوځي تیریو تراوسه د یمن څه د پاسه پینځه اتیا فیصده بیخ بنایانې تباه کړي دي او دغه هیواد یې د درملو او د خواړو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .