ایران او سوریه په یوې واحدې مورچې کې دي
امیر عبداللهیان ووئيل ،د دواړو هیوادونو تجارتي ، اقتصادي ،او سیاسی مشورې په ترټولو ښې سوئې کې دي او هغه څه چې ددواړو هیوادونو د خلکو په ګټه دي ، په ایجنډا کې شامل دي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبدالهیان چې نن سهار سورئې ته په سفر تللی ،دمشق ته په رسیدا سره ئې ووئيل ، ایران او سوریه په یوې مورچې کې دي او ایران د سورئې د حکومت ،نظام او ولس څخه بشبړ ملاتړ کوي .
هغه زیاته کړې ، دتهران او دمشق اړیکې په تر ټولو ښو شرائطو کې دي .
دا یران خارجه وزیر چې ددمشق په هوائي ډګر کې ئې د سورئې خارجه وزیر فیصل المقداد تود هرکلی کړی ، همداراز ووئیل نن سبا د دواړو هیوادنو د اړیکو په درستو اړخونو کې د تجارتي اواقتصادي ملګرتیاؤ موضوع په لومړیتوب کې ده .
امیر عبداللهیان ووئيل ،د دواړو هیوادونو تجارتي ، اقتصادي ،او سیاسی مشورې په ترټولو ښې سوئې کې دي او هغه څه چې ددواړو هیوادونو د خلکو په ګټه دي ، په ایجنډا کې شامل دي .