د عربستان د آرامکو تاسیسات په بشبړ ډول وسوځیدل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113900-د_عربستان_د_آرامکو_تاسیسات_په_بشبړ_ډول_وسوځیدل
د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  اړونده مسئولانو وئيلي دي په عربستان باندې حملې به تر هغه وخته دوام ولري ،  چې دیمن  په ضد تیري او ددغه هیواد مظلوم ولس په ضد کلابندي ختمه نه شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2022 09:02 Asia/Kabul
  • د عربستان د آرامکو تاسیسات په بشبړ ډول وسوځیدل

د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  اړونده مسئولانو وئيلي دي په عربستان باندې حملې به تر هغه وخته دوام ولري ،  چې دیمن  په ضد تیري او ددغه هیواد مظلوم ولس په ضد کلابندي ختمه نه شي .

د یمن  پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو توغندوي او ډرونز یونټونو بیګا د سعودي تیریګر ائيتلاف د جنایتونو په ځواب کې دعربستان په جده ښار کې دآرامکو تیلی شرکت تاسیسات په شیتش کې راوستل اولُولپَه ئې کړل .

 خبرو سرچینو نن سهارالمیادین  خبری چینل سره په خبرو کې  ووئیل ،په جده کې د آرامکو دتاسیساتو د بشپړلوُ لّپَه کیدا په باب خبرونه او په بې مخینې ډول د اور  لمبو پورته کیدا  تائيد شوې ده .

 همداراز خبرو سرچینو ووئيل،د عربستان  دبریښنا بټئ د یمن دپوځ او ولسی مبارزو  کمیټیو ددغو غچ اخستونکو عملیاتو په دلیل خاموشه او بریښنا ئې هم غوڅه شوې ذاو دغه راز د جدې او ځينو نورو ښارونو څخه  هوائي الوتونه  هم دریدلي دي .

 داپه داسې حال کې دي چې د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  اړونده مسئولانو وئيلي دي په عربستان باندې حملې به تر هغه وخته دوام ولري ،  چې دیمن  په ضد تیري او ددغه هیواد مظلوم ولس په ضد کلابندي ختمه نه شي .