د اسرائیلو پینځه ښاریز په ډزول هلاک شوي دي
Mar 30, 2022 00:31 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس وايي د صهیونیسټ رژیم سرچینو بیګا د تل اویو په ختیځ کښې په بني براک سیمه کښې د ډزو خبر ورکړ .
په دغو ډزو کښې کابو پینځه صهیونیسټان هلاک شوي او یوشمیر نور ژوبل شوي هم دي .
د صهیونیسټي سرچینو د اعلان پراساس په موټر سایکل یوه سپاره کس په کلاشینکوف سره په صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو ډزې کړي دي او تراوسه د ډزو عامل نه دی پیژندل خو قوي احتمال شته چې دغه پیښه د دوو ورځو د مخکې پیښې په شان د مقاومت ډلې ترسره کړي وي .
په تیرې یکشنبې شپې هم د نیواکي فلسطین په شمال کښې په الخضره ښار کښې په عملیاتو کښې دوه صهیونیسټي پوځيان هلاک او دولس نور ژوبل شوي وو .
د فلسطین مقاومت ډلو په ځلونو ویي دي چې دا ډول عملیات د فلسطین د مظلومو خلکو پرضد د صهیونیسټ نیواکګرانو جنایتونو ته طبیعي ځواب دی .
ټیګونه