په تل ابیب کښې شویو ډزو کښې ۵ صهیونیسټان زخمي شول
Apr 08, 2022 03:28 Asia/Kabul
خبري سرچینو ویلي چې د تل ابیب په مرکز کښې د ډزو له امله ۵ صهیونیسټان زخمي شوي دي
شهاب فلسطیني خبري آژانس رپورټ ورکړی چې دا عملیات د (دزنګوف) په نامه د تل ابیب په یو ستر سړک کښې ترسره شوي دي او له امله یې لږترلږه پنځه صهیونیسټان زخمي شوي دي.
سما خبري آژانس هم رپورټ ورکړی چې په دغو ډزو کښې ۶ صهیونیسټان زخمي شوي دي چې د دوو کسانو حالت په کښې سخت خراب دی.
د صهیونیسټي رژيم ټیلیویژن هم رپورټ ورکړی چې صهیونیسټو پوځیانو دغه فلسطیني ښاریز تعقیب کړی او ډزې يې پرې کړې دي چې ښايي شهید شوی وي خو رسمي سرچینو د دغه کس شهادت لا نه دی تایید کړی.
ټیګونه