د قدس نړیواله ورځ د اسلامي امت د بیدارۍ ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115266
سید عبدالملک بدرالدین: د فلسطین مسئله له هغو ډیرو څرګندو مسائلو څخه ده چې هیڅ شک په کښې نشته او ټول اسلامي امت یې په رسمیت پيژني
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 27, 2022 07:25 Asia/Kabul
  • د قدس نړیواله ورځ د اسلامي امت د بیدارۍ ورځ ده

سید عبدالملک بدرالدین: د فلسطین مسئله له هغو ډیرو څرګندو مسائلو څخه ده چې هیڅ شک په کښې نشته او ټول اسلامي امت یې په رسمیت پيژني

د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي وویل: د قدس نړیواله ورځ د فلسطین په وړاندې د اسلامي امت د مسئولیتونو د رایادولو او د دغه مظلوم ولس د مرستې په موخه د جدي اقدام لپاره د امت د بیدارولو ورځ ده

سید عبدالملک بدرالدین پرون په (منبر القدس) دستورو کښې چې په آنلاین توګه ترسره شوې، وویل: د قدس ورځ د فلسطین د آرمان په چورلیزتوب د اسلامي امت د وحدت او یوالي لپاره ډیر مهم مناسبت دی.

هغه زیاته کړه چې د فلسطین مسئله له هغو ډیرو څرګندو مسائلو څخه ده چې هیڅ شک په کښې نشته او ټول اسلامي امت یې په رسمیت پيژني.

سید بدرالدین تاکید وکړ، ټول اسلامي امت مني چې د مقدساتو بیرته اخیستل او د صهیونیسټانو له سپیره شتونه د فلسطین پاکول د مسلمانانو په غاړه یوه ذمه واري ده، دا حق د فلسطین له ولسه په ملاتړ کښې د اسلامي امت د وحدت لپاره یو مهم لامل دی.